ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?>ONS_MAIN_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_expired'] = 0; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_modified'] = '1398-03-21 10:01:06'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['cache_html'] = '1'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['func'] = 'Get_Special_Sections_Block'; $conf['{SPECIAL_SECTIONS_SECTION_BLOCK}']['prms']['section_id'] = 'dynamic_section'; ?> نن کابل ښار ته د وارداتي برښنا جریان په منظم ډول فعالېږي | آوا
دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 194373
نن کابل ښار ته د وارداتي برښنا جریان په منظم ډول فعالېږي
د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وایي، په سالنګ کې د برښنا نړول شوې ستنه بېرته رغول شوې او نن پنجشنبه (اکټوبر ۳۱مه) کابل ښار ته د وارداتي برښنا جریان بېرته عادي حالت ته ګرځي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل، ددوی انجنیرانو پرون د نړېدلې ستنې د رغولو چارې په اساسي ډول پای ته ورسولې، خو ځيني واړه کارونه یې لا پاتې دي چې نن به بشپړ شي.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه: "له نېکه مرغه زموږ همکارانو وکولائ شول چې ټول د واردتي برېښنا مزي ورغوي، یو دوه معمولي اړتیاوې پاتې شوې چې هغه به هم حل شي."

هغه وویل، په جنوبی سالنګ کې د وارداتي برښنا د پایو پر بیارغولو نږدې ۶ ملیونه افغانۍ لګېدلې دي.
ځینو کسانو چې وروسته د ملي امنیت ځواکونو ونیول، د میزان په ۱۷مه په پروان کې د وارداتي برښنا یوه ستنه په بمونو والوزوله چي له امله یې په کابل او یوولس ولایتونو کې د برښنا جریان پرې شو.

کابل ښار او ځینو ولایتونو ته د برښنا جریان پرې کېدو یوازې د برښنا شرکت ته مالي تاوان نه دی رسولی، بلکه فابریکې، صنعتي پارکونه، روغتونونه او سوداګر یې هم اغېزمن کړي دي.

پردې سربېره د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د رأیو د تصفیې پر بهیر هم بې اغېزې نه و.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ویندويانو د اکټوبر په ۱۹مه ازادي راډیو ته وویل چې د برښنا د قطع کېدو له امله، څو ورځې انټرنټ دومره کمزوری و چې د معلوماتو د مرکزي سیسټم یا سرور کار یې پڅ کړی و.

د کابل ښار او یو یوشمېر ولایتونو ته د برښنا جریان د سپټمبر میاشتې له پيل راهیسې قطع او وصل کېږي.
د سپټمبر په نیمايي کې حتی په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د برښنا د جریان د خرابوالي په اړه پوښتنې کړې وې.
وروستی وار کابل ښار ته د برښنا پر جریان د حملې خبر د اکټوبر د اتمې په ماښام خپور شو.
د برښنا شرکت چارواکو وویل چې ناڅرګندو کسانو د جنوبي سالنګ د تنګي اجان په سیمه کې د وارداتي برښنا یوه پایه په ماین والوزوله.
د برېښنا شرکت ویاند وویل، د سیمې جغرافیايي موقعیت د انجنیرانو لپاره کار سخت کړ او د الوزول شوې پایې ترمیم زیات وخت ونیوه .

ښاغلي توحیدي زیاته کړه: "دا په داسې ساحه کې وه چې د موټر ورتګ ورته سخت و. د پایې وزن هم له تقریباً ۲۶ تر ۲۸ ټنه و، زموږ همکاران مجبور و چې یو یا یونیم ساعت هره ټوټه په لاس غره ته پورته او نصب کړي. د همدې لپاره وخت ګیره شو."

د پروان د برښنا رئیس ناصر احمدي د اکټوبر په ۱۰مه، ازادي راډیو ته ویلي و، پایه یوه سیمه ییز وسله وال چې په "امپراتور" مشهور دی الوزولې ده.

د پروان امنیه قوماندان، محمد محفوظ ولي زاده ویلي و چې، په سالنګونو کې د برېښنا ستنې غیر مسئوله وسله والې ډلې او غله تخریبوي. هغه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د شپږو مشکوکو کسانو د نیول کېدو خبره وکړه.

خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست د تلې په ۲۰مه اعلان وکړ چې په پروان کې د برښنا پایې ړنګولو په تور یې څلور کسان نیولي دي. ملي امنیت د هغوی یوه ویډیو هم خپره کړه چې ظاهرا یې پر خپل جرم یې اعتراف وکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccm0qs12bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته