دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 194375
"فراه کې د صنعتي ښارګوټي ځمکه په غیرقانوني ډول خلکو ته ورکړل شوې"
د فراه یوشمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د ښار د صنعتي ښارګوټي ځمکه په غیر قانوني ډول یوشمېر خلکو ته وېشل شوې او په بدل کې یې رشوت اخیستل شوې دي.

د فراه یوشمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، په صنعتي ښارګوټي کې د فابریکو او صنعتي کارخانو پر ځای ځینو زورواکو پر قانون تیری کړی او شخصي کورونه او باغونه يې جوړ کړي دي.
د فراه اوسېدونکي، صدیقیار وویل، "دلته متاسفانه، هېڅ پوښتنه نه ده شوې او دا ښارګوټی په شخصي استوګنځای بدل شوی دی."
د فراه والي محمد شعیب ثابت پرون د اکټوبر په ۳۰مه ازادي راډیو ته وویل چې د خلکو ادعاوې سمې دي او په اړه به یې څېړنې وکړي.
د فراه صنعتي ښارګوټی د بکواه ولسوالۍ په دښتو کې د افغانستان د پخواني جمهور رئيس، محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefe8znjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته