کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"فراه کې د صنعتي ښارګوټي ځمکه په غیرقانوني ډول خلکو ته ورکړل شوې"

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 عقرب 1398 ساعت 11:04

د فراه یوشمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د ښار د صنعتي ښارګوټي ځمکه په غیر قانوني ډول یوشمېر خلکو ته وېشل شوې او په بدل کې یې رشوت اخیستل شوې دي.



د فراه یوشمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي، په صنعتي ښارګوټي کې د فابریکو او صنعتي کارخانو پر ځای ځینو زورواکو پر قانون تیری کړی او شخصي کورونه او باغونه يې جوړ کړي دي.
د فراه اوسېدونکي، صدیقیار وویل، "دلته متاسفانه، هېڅ پوښتنه نه ده شوې او دا ښارګوټی په شخصي استوګنځای بدل شوی دی."
د فراه والي محمد شعیب ثابت پرون د اکټوبر په ۳۰مه ازادي راډیو ته وویل چې د خلکو ادعاوې سمې دي او په اړه به یې څېړنې وکړي.
د فراه صنعتي ښارګوټی د بکواه ولسوالۍ په دښتو کې د افغانستان د پخواني جمهور رئيس، محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی و.
 


د مطلب کود: 194375

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194375/فراه-کې-د-صنعتي-ښارګوټي-ځمکه-په-غیرقانوني-ډول-خلکو-ته-ورکړل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com