کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د۲۰۲۰ کال د شل اوریزو نړیوال جام لوبډلې معلومې شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 عقرب 1398 ساعت 11:08

د اسټرالیا د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو لوبو د لوبیدونکو لوبډلو نومونه په ډاګه شول.



اسټرالیا، هندوستان، سویلي افریقا، افغانستان، ویسټ انډیز، سری لانکا، بنګله دیش، پاکستان، انګلینډ، نیوزیلنډ،عمان، سکاټلنډ، ایرلنډ، نمیبیا، هالنډ او پي ان جي به د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر کې د نړیوال جام لوبې پيلوي.
وروستۍ دوې لوبډلې یېسکاتلند او عمان و چې دغو سیالیو ته یې لاره پیدا کړه. تر دوی مخکې ایرلند، هالند، نمیبیا او پي ان جي دغه جام ته د غوراوي سیالیو له لارې لاره موندلې وه.
د غوراوي سیالۍ اماراتو کې وې او یو افغان لوبڅار احمد شاه پکتین هم په کې لوبڅار او ریفري و.
لومړني شپږ ټیمونه هالنډ، سکاټلنډ، ایرلنډ، پي ان جي، عمان او نمیبیا به په دوو ګروپونو کې د نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو کې د سریلنکا او بنګلدېش سره سیالۍ کوي او د هر ګروپ د سر دوه ټيمونه به د جام دویم پړاو ته ځي او څلور نورې لوبډلېبه بېرته کورونو ته ځي.
په دویم پړاو کې به د افغانستان په ګډون ١٢ ټيمونه له یو بل سره سیالي کوي او په اصل کې د همدغو ١٢ ټيمونو ترمنځ د نړیوال جام رښتینې سیالۍ کیږي. د دویمې درجې او آن درېیمې درجې ټيمونو ته د دې لپاره د پرمختګ او په لمړي پړاو کې د لوبېدو چانس ورکول کیږي چې په هېوادونو کې یې کرکټ لا وده وکړي. شل اوریز نړیوال جام د بل کال په اکتوبر کې په آسترالیا کې کیږي.
افغانستان د شل اوریزو لوبو په نړیوالې درجه بندۍ اتم مقام درلود او اتومات نړیوال جام ته وتلی و. سریلنکا او بنګله دېش نهم او لسم وو چې اوس باید له دغو شپږو نورو هېوادونو سره یوځای بخت وازمايي او له لمړي پړاو څخه دویم پړاو ته ځانونه وباسي
 


د مطلب کود: 194376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194376/د۲۰۲۰-کال-د-شل-اوریزو-نړیوال-جام-لوبډلې-معلومې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com