خوښ ديک ۰

په کندهارکي د فوټبال د دوو ټورنمينټونو پرانيستنه وسوه

په کندهارکي د فوټبال د دوو ټورنمينټونو پرانيستنه وسوه
د فوټبال په ورزشي لوبغالي کي د پرانيستي مراسم جوړ سوي وه، چي پر مهال ئې مرستيال والي عبدالحنان منيب، امنيه قوماندان تورنجنرال تادين خان، د ولايتي شورا غړو، د سپورټ د برخي مسئولينو، لوبغاړو او د فوتبال مينه والو ګډون کړی وو.
پرانيستنه د دوو ټورنمينټونو وسوه، يو ټورنمينټ د کندهار د فوټبال د داخلي لوبډلو تر منځ ترسره کېږي او بل هم د ولايتونو د لوبغاړو تر منځ ترسره کېږي، چي د چمن لوبډله هم پکښي شامله ده.
د ولايتونو د لوبغاړو تر منځ د فوټبال ټورنمينټ اته ورځي دوام کوي، چي د کندهار دوې لوبډلي، د نيمروز لوبډله، د فراه لوبډله، د هلمند لوبډله او د چمن لوبډله برخه پکښي اخلي.
د سولي په نوم ياد ټورنمينټ د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب او امنيه قوماندان تورنجنرال تادين خان په همکاري او مالي مرسته جوړ سوی دئ.
د خبرو پر مهال مرستيال والي يادونه وکړه، چي د ولايتونو د لوبډلو تر منځ د يووالي د ټينګېدو، د فوټبال د ودي او همدارنګه د سپورټ د مينه والو له پاره د سولي په نوم ياد ټورنمينټ جوړ سوی.
ښاغلي منيب ټينګار وکړ، چي د مېلمنو لوبډلو دي ښه مېلمه پالنه وسي، امکانات دي ورته برابر او هم دي د فوټبال د تماشه کوونکو له پاره هيڅ ستونزي نه جوړيږي.
د ولايتونو د لوبډلو تر څنګ د کندهار داخلي لوبډلي هم بل ټورنمينټ ترسره کوي، چي ټولي ۲۱ لوبډلي برخه پکښي اخلي.
د يادولو ده، چي ولايتي ادارې په دې ورستيو کي د لوبغاړو د هڅوني او ورزش ته د ودي ورکولو له پاره بېلا بېل ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي دي.
پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود: 194387 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *