دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 194388
چاته اجازه نه ورکوو،چي د ولسي تړون ملي پروګرام کي فساد ته لار پرانيزي
دغه څرګندوني کندهاروالی د ولسي تړون ولايتي شپږ مياشتني مديريتي کمېټې غونډه کي وکړې هغه وويل د ولسي تړون د پروګرام پروژې ترډېره د ځايي خلګو په خوښه ډيزاين کيږي. دغه غونډ،ه چي د ولايت مقام د غونډو په تالار کې د کندهاروالي حيات الله حيات په مشري جوړه سوې وه، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام عمومي رئيس احمد سليم، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري برخې مسئول محمد نجيب اميري، د سکتورې ادارو رئیسانو، ولسوالانو، په لسګونه دښار او ولسواليو د کليوالي او ښاري شوراګانو نارينه اوښځينه غړو برخه اخیستې وه. د غونډي په پيل کي کندهار والي حيات الله حيات په خپلو خبرو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د خلګو د ژوندانه د هوسايني په برخه کي ډېراړين او ګټور وبللی په وينا ئې، چي دغه ملي پروګرام کي ترډېره د خلګو د غوښتنو مطابق پرمختايي چاري په ښار او ولسواليو کي تر سره کيږي. کندهار والي وويل د ولسي تړون پروګرام د ښار ترڅنګ په دريو ولسواليو کي خلګو ته دښونځی، کلينيکونو، پاکو اوبو، برښنا، سړکونو او کوڅو د پخولو په برخه کي کارکوي چي ډير ژر به د دغه ملي پروګرام څخه د ګڼو نورو ولسواليوخلګ هم برخمن کړي.

کندهار والي د ولایتي اداري په استازيتوب د دغه پروګرام بشپړ ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه، چې هيچا ته به اجازه ورنکړي چې د دې پروګرام تداروکاتي ‌چارو کي فساد ته زمينه برابره په خبره ئې د دې پروګرام د مسؤلينو اوخلګوسره دوامداره ناستي هم ترسره کوي.
د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري برخې مسؤل محمد نجيب اميري په دې ولايت کي د ولسي تړون د روانو کارونو او فعاليتونو په اړه دغونډي ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او وې ويل د ياد پروګرام د لاري ئې په ښارکي درې سوه دوه شپيته محلونو کي شوراګاني جوړي کړي، چي د جملې څخه ئې دا مهال يو سل اووه نوي  پروژو کارونه په چټکی سره پرمخ روان دي.
ښاغلي اميري وويل د ياد ملي پروګرام د لاري ئې ۸۸  پروژې تردې مهاله بشپړکړي په خبره ئې چي ترډيره دخلګو په غوښتنه ترسره سوي دي
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام عمومي رئيس احمد سلیم بيا وويل
تر دې دمه د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار درې ولسوالۍ سپين بولدک، تخته پل او پنجوايي ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راوستي، چې پکښي ۵۳۰ شوراګانو ته ۴۰۰ پروژې منظور سوي او ۲۳۰ پروژو چارې عملاً روانې دي.
نوموړي وويل د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا برنامې له لوري د کندهار په يوولسو ولسواليو کې ۹۳ ښوونځی منظور سوي، چې دامهال د ۵۸  ښوونځيو دجوړيدو چارې روانې دي.
ښاغلي احمد سليم وويل پلان لري په يادو دريو ولسواليو کې د بېوزلۍ د ختمولو لپاره ۳۲۰ غذايي بانکونه جوړ کړي، چې د ژمي د بې کارۍ په وخت کي به ترې له ډېرو بېوزلو کورنيو او بزګرانوسره د اته شپيته زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کېږي.
وروسته د ښار او او ولسواليو د شوراګانو غړو په کندهار ښار او ولسواليو کي د ولسي تړون ملي پروګرام د خلګو د ژوند دهوسايني  لپاره ګټور وبللی په وينا چي دغه پروګرام د خلګو ترمنځ يوالی راوستی دی او دکليو ډير بيکاره ځوانانو ته يي په دغه پروګرام کي د کارزمينه برابره سوې ده.
د غونډي په وروستيو کي ټولو ګډونوالو د ولسي تړون ملي پروګرام د وړاندي سوو خدماتو او ستونزو په اړه ازاد بحث او نظريات يو دبل سره شريک کړل او د دغه پروګرام د لاښه تطبیق لپاره دهرنګه همکاريو ډاډ وړاندي کړ.
د يادوني وړده، چي د ولسي تړون ملي پروګرام د افغانستان اسلامي جمهوريت ترچتر لاندې د کليوالی برخه کي په څلوردېرش ولايتونو او ولسواليوکي د څښاک پاکو اوبو ته د لاس رسي ،ښوني او روزني ، روغتيا ،سړکونه ، سربندونه ، داوبو د زیرموکانالونه ، استنادي ديواله ، پولونو جوړېده  او نور پرمختايي چارو کي د خلګو په خوښه کارونه ترسره کوي.
https://avapress.com/vdciv5azvt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته