دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 194389
د افغان پوځ په سوېلي ولایتونو کې د فاتح په نوم پوځي عملياتو کې د پرمختګ ادعا کوي.
په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي وایي، چې افغان ګډو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسي د زابل په نوبهار، شينګۍ او همداراز د اروزګان په ګېزاب ولسواليو کې د وسله والو پر پټنځايونو او مرکزونو ځمکني او هوایي بريدونه کړي دي، چې له امله یې په زابل کې ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
ښاغلی علوي وایي، د اروزګان په ګيزاب کې هم ۱۱ تنه د دولت وسله وال مخالفين له منځه وړل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند په خبره د فاتح په نوم د افغان ګډو ځواکونو عمليات ښه روان دي.
https://avapress.com/vdcjoxevhuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته