کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان پوځ په سوېلي ولایتونو کې د فاتح په نوم پوځي عملياتو کې د پرمختګ ادعا کوي.

9 عقرب 1398 ساعت 12:45


په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي وایي، چې افغان ګډو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسي د زابل په نوبهار، شينګۍ او همداراز د اروزګان په ګېزاب ولسواليو کې د وسله والو پر پټنځايونو او مرکزونو ځمکني او هوایي بريدونه کړي دي، چې له امله یې په زابل کې ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
ښاغلی علوي وایي، د اروزګان په ګيزاب کې هم ۱۱ تنه د دولت وسله وال مخالفين له منځه وړل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند په خبره د فاتح په نوم د افغان ګډو ځواکونو عمليات ښه روان دي.


د مطلب کود: 194389

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194389/د-افغان-پوځ-په-سوېلي-ولایتونو-کې-فاتح-نوم-پوځي-عملياتو-پرمختګ-ادعا-کوي

آوا
  https://www.avapress.com