دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 194392
پاکستان: رېل ګاډي کې د اورلګېدو په پېښه کې ۱۰۰ کسان وژل شوي”
د پاکستان رحيم يار خان ښار کې په یو اورګاډي کې د چاودنې او وروسته د اور لګېدو له کبله سل کسان وژل شوي دي.
د رحيم يار د پوليسو وويل چې د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه سهار شپږ نيمې بجې تېزګام له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان وو چې د پنجاب په رحيم يار خان کې يې په يوه ډبه کې ګيس سلنډر وچولی.
د پاکستان رېلوې وزير شيح رشيد احمد ويلي چې دوه ګېس سلنډران هغه وخت و چاودېدل چې کله د اورګاډي مسافرانو ناشته پخوله.
نوموړي زياته کړه چې په پېښه کې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۳۳ زخميان دي.
د رحيم يار خان پوليسو دفتر يو چارواکي وويل چې په ډبه کې تبليغان ناست ول او هغو د ناشتې لپاره ګېس سلنډر بل کړ.
چارواکي وايي، زخميان روغتونونو ته رسول شوي دي.

پیښه  د پنجشنبې  د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې ده .

د سیمې  د ژغورنې ډلو  پدې پیښه کې  د ۶۵ تنو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

د سیمې  د پولیسو مشر رحیم یار خان  ویلي دي چې  پدې پیښه کې  ۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی  دی  او ګن شمیر نور کسان  ټپيان شوي دي چې د ټپیانو روغتیايي حالت هم  د اندیښنې وړ دی.

د پاکستان  د ریل ګاډو ادارې ویلي دي چې  په هغه درې واګونونو کې چې  اورلګیدنه رامنځته شوې ده  نږدې ۲۰۰ تنو شتون درلود. په یو واګون کې  ۷۸ تنه، په بل واګن کې  ۷۷ تنه او په بزنس کلاس  واګون کې  ۵۴ تنو شتون درلود.

د پیښې نه وروسته  د یو زیات شمیر مساپرو مړي  راویستل شوي دي چې  د بعضو  یواځې د وجود ټوټې موندل شوي دي.

د پيښې نه وروسته د پاکستان پوځ هم  د ژغورنې په عملیاتو کې ګډون کړی دی. د پوځ  چورلکې روغتون ته د ټپیانو د انتقال په خاطر سیمې ته رسیدلي او ټپیان يي روغتونونو ته انتقال کړي دي.

همداشان  پوځي ډاکټرانو او روغتیايي پرسونل هم  د پیښې د ټپیانو په تداوۍ کې  ونډه اخیستې ده .

د پاکستان د ریل ګاډو د ادارې یو تن چارواکي اعجاز احمد ویلي دي چې  د ګازو د ډبې د چاودنې له امله په درې واګونونو کې اورلګیدنه رامنځته شوه.

 
https://avapress.com/vdcdno0fxyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته