د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په څو جلا عملیاتو کې یې د ۲ پاکستانیانو په شمول ۱۳ وسله وال نیولي دي.
د کندهار د پولیسو ویندوی جمال ناصر بارکزي پرون (چهارشنبه) خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې دوه پاکستانیان هم شته چې مسیر او محمدعبدالله نومېږي او د ده په وینا کندهار ته د جاسوسۍ لپاره ورغلي وو.
ده همداراز ادعا وکړه چې له دغو دوو تنو څخه یو یې د پاکستان د پولیسو غړی دی.