طالبانو د دوو بهرنیو استادانو د خوشي کولو په بدل کې له افغان حکومت څخه د ۸۰ زندانیانو خوشي کول غوښتي دي.
طالب سرچینو رسنیو ته ویلي چې دوی دوه بهرني استادان خوشي کوي خو په بدل کې یې د انس حقاني په ګډون د ۸۰ طالب بندیانو آزاديدل غواړي، طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې دغه کسان ټول مهم جنګي قومندانان دي او په خوشي کېدو سره به یې هم له امریکایانو سره د سولې خبرې پيل شي او هم به طالبان له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته تیاری وښيي.