دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 194397
د ترکیې د ملي دفاع وزیر د سوریې سره په پوله کې په صفري نقطه کې د میشتو ځواکونو نه لیدنه وکړه
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر او قوتونو د قومندانانو سره  په ګډه  د سوریې سره په  پولو په صفري نقطه کې  د میشتو  وسله والو ځواکونو نه لیدنه وکړه.
د دفاع وزیر  د صفري نقطې نه د سوریې د تل ابیض په سیمه کې  په میشتو ترکي ځواکونو د مخابرې له لارې غږ وکړ چې  دلته هیڅشی پایته ندي رسیدلي ، هره شیبه  هر څه  رامنځته کیدای شي، تاسې باید هر ډول  پوره چمتوالی  ولرۍ  .
د دفاع وزیر اکار  تیره شپه  د سوریې سره په صفري نقطه کې  تیره کړه او دلته د میشتو وسله والو ځواکونو  د قومندانانو سره يي  خبرې وکړې.
هغه له دې ځایه د سوریې د تل ابیض  په سیمه کې د مشتو وسله والو ځواکونو سره  د مخابرې له لارې خبرې وکړې او پر هغوی يي  هره شیبه هر څه ته د پوره چمتوالي د نیولو امر وکړ.
هغه  وویل چې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  د ترکیې په مبارزې سترګې پټول او دا مبارزه  نادیده  نیول  په اصل کې  ړوندتوب، جهالت  او کینه ده.
https://avapress.com/vdci35azyt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته