ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند ګلايي عربانو سيمه کې دوه تنه، چې له هندي ريکشا څخه په ګټه اخيستنه يې د خلکو له لاسونو څخه مبایلونه تښتول ونيول شول.
د ننګرهار ولایت رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغو کسانو به په ښار کې د خلکو له لاسونو څخه مبايلونه اخيستل او بيا به د هندي ريکشا څخه په ګټې اخيستنې تښتيدل.
د جلال اباد ښار پولیسو مسئولين وایي، له ښاریانو هيله لري، چې د دغه ډول کسانو په پيژندلو او نيولو کې ور سره همکاري وکړي.