دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 194401
جوزجان کې د طالبانو لیږدونکې موټر چاودنه کې د ۳۰ تنو څخه ډیر وژل شوی او ټپیان شوی
آوا خبرګزاری، جوزجان: د شاهین ۲۰۹ قول اردو قومانده د یو خبرپاڼی په خپرولو سره اعلان کړي چی په دی ولایت کې د طالبانو غړو لیږدونکې یو موټر چاودیدنې له امله نږدی ۱۵ تنه طالبان او دوه تنه غیری نظامیان وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوی دی.

دا پيښه تیره ورځ ۱۵:۰۰ بجو په شاوخوا د جوزجان ولایت آقچه ولسوالی ینګی اریغ کلۍ کې رامنځته شوی دی.
د خبرپاڼی په اساس، ځای پرځآی شوی چاودیدونکې توکی په یو فلانکوچ موټر کې ځای پرځای شوی وو.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو په خبرپاڼه کې راغلی دی چی دا چاودنه هغه وخت رامنځته شوی چی ځينی طالب تروریستان د بلخ ولایت چهار بولک ولسوالی څخه آقچه ولسوالی لوری ته روان وو.
موټر کې دننه چاودیدونکې توکې چاودلۍ او په دی پیښه کې ۱۵ تنه طالبان او دوه تنه ملکی وګړی دی پیښی ته نږدی وو وژل شوی او ۱۴ تنه نور د طالبانو غړو او ملکی وګړو په شمول ټپیان شوی دی.
په دی حال کې جوزجان ځينی سیمه ییز سرچینی ویلی دی چی دا پیښه د ینګی اریغ په کلۍ کې نه دی رامنځته شوی بلکه د مردیان ولسوالی جنګل اریغ کلۍ کې رامنځته شوی دی.
 
https://avapress.com/vdce7e8zzjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته