دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 194402
په جوزجان کې د ۵۰۰ زرو دالرو په ارزښت دوو ښوونځيو ساختمان ګټه اخیستنې ته وړاندی شو
آوا خبرګزاری، جوزجان: جوزجان سیمه ییز چارواکې هیواد شمال کې د دوو ښوونځیو ساختمانونه د ۵۰۰ زره دالرو په ارزښت ددی ولایت مرکز شبرغان ښار کې ګټه اخیستنې ته وړاندی کړ.

عبدالمعروف آذر د جوزجان والی ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی د خدیجه جوزجانی لیسه ساختمان او کوک ګنبد دخترانه لیسه ساختمان کار شبرغان ښار کې د هندوستان هیواد په مرسته پای ته ورسیده.
هغه وویل چی دا ښوونځيونه د لطف الله عزیزی والی او ملی امنیت معاون، ولایتی شورا غړیو او رئیس، علما، دولتی ادارو رئیسانو او قومی متنفذینو په ګډون ګټه اخیستنې ته وړاندی شو.
ښاغلی آذر وایی چی خدیجه جوزجانی لیسه ۲۴ صنفونه په درو منزلونو کې او کوک ګنبد لیسه هم ۱۰ اطاق درلودونکې دی.
هغه همدارنګه زیاته کړه چی ۱۱ عام المنفعه پروژی د دوست هیواد هندوستان مالی مرستې سره جوزجان ولایت کې تطبیق شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcfxjdy0w6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته