دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 194404
ولسمشر، رباني او نرګس نهان ورسته د تیمور شاران استعفی هم ومنله
ولسمشر غني د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ له معینیت څخه د تیمور شاران استعفی ومنله.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې چارواکي تاند ته وايي، چې کریم خلیلي او محمد محقق ته نږدې کس ښاغلي شاران د میزان په ۱۳مه د پالیسۍ او پلان له معینیت څخه استعفی کړې وه خو د ولسمشر لخوا یې استعفی نن منل شوې ده.
تیمور شاران په هغو کسانو کې شمېرل کېده چې د نظام له منځه یې د نظام د پښو وهلو هڅه کوله او نوموړی د محمد محقق په سهم کې حکومت ته راغلی و.
تر دې وړاندې له حکومت څخه د کانونو وزارت د سرپرستې نرګس نهان او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د وتلو استعفاوې هم منل شوې وې.
https://avapress.com/vdchvknzk23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته