دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 194407
پېنټاګون د داعش د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو ویډیو خپره کړې ده
پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت چهارشنبه ناوخته د هغو عملیاتو ویډیو خپره کړې ده، چې په کې د داعش د ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.
په دې ویډیو کې د دغې ډلې پر وړاندې هغه عملیات ښودل کیږي، چې د امریکا ځانګړو ځواکونو په کې د تېرې شنبې په شپه د بغدادي پټن ځای ته ورنږدي کیږي او بمبارد پرې کیږي.
په ویډیو کې ښودل کیږي، هغه ودانۍ چې د داعش ډلې مشر او ملګري یې ورسره و، له هوایي بمبارد څخه وروسته له ځمکې سره برابریږي.
پنټاګون وایي، چې په دغو عملیاتو کې له ۱۵ جنګي الوتکو کار اخیستل شوی و.
په منځنۍ آسیا کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال مېکېنزي وایي، دغه ودانۍ یې ځکه له ځمکې سره برابره کړه، تر څو په راتلونکې کې ورڅخه د زیارت په توګه کار وانخیستل شي.
جنرال مېکېنزي په خبري ناسته کې ویلي دي، چې ابوبکر البغدادي له ځانه سره دوه ماشومان تونل ته د ننه کړي و او د درې تنو خبره د تائید وړ نه ده.
نوموړی زیاتوي، د داعش ډلې د مشر په ځان کې ځانمرګی واسکټ و او له محاصرې وروسته یې په تونل کې تر دولسو کلونو کم عمره دوه ماشومان له ځانه سره ووژل.
https://avapress.com/vdcawyn6049noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته