دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 194415
د سي ای اې په ملاتړ د ملي امنیت ځواکونه په جنګي جرایمو تورن شول
د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې د افغانستان د ملي امنيت هغو ځانګړي ځواکونو په عملياتو کې چې د امریکا مرکزي استخباراتي اداره یا سي ای اې یې ملاتړ کوي، ګڼ شمير ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د بشري حقونو د څار ډلې په رپوټ کې چې په يو شمير ولايتونو کې له خلکو سره د مرکو پر اساس چمتو شوی، ويل شوي چې ددې ځواکونو له لورې صحرايې محکمې او جنګي جنايتونه ترسره شوي دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ ويلي چې په دې وروستيو دوو کلونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوي ده.
دغه بنسټ له افغان حکومت او امريکا څخه غوښتنه کړې چې ټولې هغه ډلې دي چې د امنيتي ځواکونو قومندانۍ له قوماندې بهر دي او عمليات ترسره کوي، هغه دې ټولې لغوه او بې وسلې کړي.
ددې راپور پر اساس د افغانستان د ملي امنيت ادارې اړوند، د صفر يو، صفر دوه، صفر درې، صفر څلور او د خوست ساتني ځواکونه هم شامل دي.
بله خوا د افغانستان د ملي امنیت د بشري حقونو د سازمان وروستی رپوټ ورته رسیدلی دی.
ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دوی د بشري حقونو سازمان وروستی رپوټ راغلو مواردو لپاره اقدامات شوي او اصلاحي ګامونه پورته شوي دي.
د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي: "په دې رپوټ کې حقایق هم شته او بعضې تېروتنې هم، له همدې امله یې په اساسي ډول ټکی په ټکی ارزوو او د هر مورد په پام کې نیولو سره به یې په مفصله توګه ځواب کړو."
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو زیات رپوټونه خپاره شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvxeviuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته