دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 194418
فوټبال: ریال مادرېد لیګانیس ته ۵-۱ ماتې ورکړه
د هسپانیا په لالیګالیګ روانو سیالیو کې ریال مادرېد که څه هم لومړیو کې یوه مخکښه لوبډله وه، خو دې وروستیو کې یې شا تګ کړی وو، چې لیګانیس ته په ماتې ورکولو یو ځل د جدول تر دویم مقام ورسېده.
ریال مادرېد په دغې لوبه کې په لیګانیس پنځه ګولونه وکړل؛ خو لیګانیس لوبډلې یو ګول هم ونه شو وهلی.
ریال مادرېد په روانو سیالیو کې له لس لوبو څخه شپږ ګټلي، یوه یې بایللې او درې یې مساوي شوي، چې په ۲۱ نومرو له بارسلونا وروسته دویم نمبر کې ده.
خو لیګانیس له یولس لوبو یواځې یوه ګټلې، اته یې بایللي او دوه یې مساوي شوي دي، په پنځو نمرو جدول کې تر ټولو وروستۍ یا شلم مقام کې ده.
د همدې سیالیو په نورو لوبو کې ریال بتیس، سلتا ویګو ته دوه پر یو، اتلتیکو بلبو، ایسپانیول ته درې پر صفر او لیوانتې ریال سوسېداد ته دوه پر یو ماتې ورکړه؛ خو د ویلنسیا او سیویا ترمنځ لوبه یو په یو مساوي شوه.
https://avapress.com/vdccs0qs42bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته