دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 194428
کاناډا : د وای پ جي مشر کاناډا ته ندی رابلل شوی
کاناډا د وای پ جي مشر مظلوم کوباني ته د جایزې ورکولو اړوند ادعاګانې رد کړې
کاناډا هغه ادعاګانې چې ګواکې  په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان د څانګې وای پ جي مشر فرهاد ابدي شاهین مشهور په مظلوم کوباني  ته د جایزې ورکولو په خاطر هیواد ته رابللی دی  په کلکه توګه رد کړې.
په انقره کې د کاناډا  سفارت  هغه ادعاګانې  چې ګواکې کاناډا  د وای پ جي ترهګرې ډلې مشر فرهان ابدي شاهین مشهور په مظلوم کوباني  کاناډا ته بلل شوی  دی او د دفاع د وزارت لخوا ورته  د ( پاک جنګیالي ) جایزه ورکړ شوې ده  په کلکه توګه رد کړې.
د کاناډا سفارت ویلي دي چې دا ډول خبرونه  او ادعاګانې حقیقت نلري  .
کاناډا  مظلوم کوباني ته نه هیواد ته بلنه ورکړې  او نه يي ورته  کومه جایزه ورکړې ده.
https://avapress.com/vdcdxo0fjyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته