دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۲
د مطلب کود : 194431
د مخ زیږون پرته د ماشوم زیږیدل، د خلکو ویره
به پرتګال هېواد کې یوې ښځې داسې یو ماشوم زیږولی دی چې مخ یې نشته دی، دغې مېرمنې ماشوم په داسې حال کې زیږولی دی چې ډاکټر هم د ماشوم د نیمګړتیاو او د نه پاملرنې د درملنې په موندلو کې پاتې راغلی دی.

د یوه بهرني خبري اژانس په وینا، په پرتګال کې د دې پېښې د رامنځته کېدا وروسته د دې هېواد د طبي برخې انظباتي کمېټې غړو د یوې پرېکړې له مخې د نه پاملرنې
له کبله د دې ډاکټر دنده د شپږو میاشتو لپاره ځنډولې ده او دغه راز پرې شپږ نور شکایتونه هم ثپت شوي دي چې تر عدلې تعقیب لاندې دي.
په دې هېواد کې د رسنیو سرچینې وایي، چې قضایه قوه د ماشوم د مور او پلار شکایت باندې د ډاکټر پر وړاندې قانوني اقدام هم کولی شي.
د سویلي پرتګال د طبي اتحادیې رئیس الیګزانډر ویلینټین د دغې حیرانونکي پېښې په اړه رسنیو ته ویلي دي چې هغه د ډاکټر آرتر کاروالهو باندې د غفلت ثبوت ترلاسه کړی دی چې ډیر ژر به د ناغیړۍ له کبله سخت مجازات شي.
نوموړي ویلي دي چې دا اړینه ده چې په دې قضیه کې ډاکټر د پوښتنو لاندې ونیول شي ځکه چې امیندوارې مېرمن تور پورې کړی دی چې ډاکټر ناسم معلومات ورکړي دي، نو اوس اړینه ده چې په دې هېواد کې د ډاکټر وقار او باور خوندي وساتل شي.
په پرتګال کې سیمه ییزې رسنۍ وایي، چې دغه ماشوم د اکټوبر میاشتې پر ۷ مه نېټه د دې هېواد د پلازمېنې څخه یو کیلومتر لېرې د برنارډو په سیمه ییز روغتون کې د عملیاتو پر مهال زیږېدلی دی، نوموړی ماشوم هیڅ سترګه، پوزه، دماغ او یو شمېر نورې برخې نه لري.
دغې مېرمنې ادعا کړې ده هغه مهال چې دغه ماشوم د دې په نس کې وو، نو د ډاکټرانو له لوري ورته په ماشوم کې د نیمګړتیاوو په اړه څه نه وو ویل شوي، نوموړې مېرمن زیاتوي که چېرته خبره وه چې دغه پیداشوی ماشوم نیمګړتیاوې لري نو بیا یې نه زیږوه.
د دغې ماشومې پلار او مور ادعا کوي چې د امیندوارۍ شپږ میاشتې وروسته کله چې له ډاکټر څخه وغوښتل شول چې د ماشوم مفصله معاینه ترسره کړي ، هغه دوی ته ډاډ ورکړ چې ماشوم به پرته له کومې طبي درملنې او پاملرنې صحتمند وي.
د ځایی رسنیو په وینا ، دې غمجنې پیښې د پرتګال ټول هیواد حیران کړی دی.
https://avapress.com/vdchxknzz23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته