دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۱
د مطلب کود : 194433
د طالبانو ۸۲ کسیزه نوملړ خلیلزاد ته ورکړل شوی
طالبانو خپل بندیانو ۸۲ کسیزه نوملړ د افغانستان امریکایی پوهنتون د دوو استادانو سره تبادله لپاره، زلمی خلیلزاد ته ور سپارلی دی.

یو نږدی سرچینه طالبانو ته وایی چی دا نوملړ کې د طالبانو کلیدی څېری او قوماندانان د انس حقانی او حافظ رشید په ګډون شتون لری چی بګرام، پلچرخی او ملی امنیت بندیخانو کې قرار لري.
وحید مژده، سیاسی فعال، په دی اړه آریانا نیوز ته ویلی دی چی په دی لیست کې چی نسبتآ اوږده ده د طالبانو پخوانۍ والیان دی او دا دوه کسان هغه کسان دی چی جګړو کې یی مستقیم لاس درلود.
په همدی حال کې، ځينی سرچینی په حکومت کې وایی چی امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره د ملی وحدت حکومت مشرانو څخه د بندیانو آزادولو غوښتونکی شوی دی ترڅو د سولې مذاکراتو آسانتیا سره مرسته وکړی.
په داسی حال کې چی خلیلزاد په سخته توګه هڅه کوی ترڅو امریکایی پوهنتون استاذان آزاد کړی، ملی امنیت مشاور هم د روسیه سفیر سره په کابل کې لیدنه کړي او دواړه لوری ملی اجماع او سیمه ییز اجماع لپاره ټینګار کړی دی.
کبیر حقمل، د ملی امنیت شورا ویاند، وایی: زموږ باور دادی چی ملاتړونه ارزښت لری خو سوله د افغانستان مالکیت او رهبری دی او دا د افغانستان متعهد هیوادونو ته شرط دی.
نړۍ هم د زلمی خلیلزاد او افغانستان حکومت تازه اقداماتو ته سولې پروسه کې سترګی په لاره دی؛ ناتو هم وایی چی دا پیمان هم هرډول تازه تصمیم افغانستان لپاره خپل هم پیمانانو سره مشوره وروسته اخلی.
داسی ویل کیږی چی خلیلزاد اخیر سفر پاکستان ته او ددی هیواد اردو مشر سره لیدنه، به د همدی لپاره وی.
 
https://avapress.com/vdcjtxevtuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې