دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 194443
د حکومتي بنسټونو د مسوولینو او ځوانانو ترمنځ پرانیستې خبرې اترې، پیل شوې
د حکومتي بنسټونو د مسوولینو او ځوانانو ترمنځ د پرانیستو خبرو اترو پروګرام له کابل څخه پیل شو.
 په دغو خبرو اترو کې، چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوې؛ سل ګونو ځوانانو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه او د یو شمېر حکومتي مسوولینو پروګرامونه یې واورېدل او په دې اړه یې خپلې پوښتنې هم مطرح کړې.
 دې خبرو اترو د تر سره کولو موخه داده، چې ځوانان د مسوولینو له کړنو څخه خبر شي او د حکومت او خلکو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه؛ په ټولنه کې خپل ارزښتناکه رول ولوبوي.
 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، اجمل شاه پور، په دې خبرو اترو کې د ځوانانو د ملي بورډ رامنځته کېدل، د ځوانانو د ملي شبکې رامنځته کېدل، د ځوانانو د ښوونیز پارلمان بیا فعالېدل او په لسو ولایتونو کې د ښوونیزو او پوهاوي ورکولو د پروګرامونو پلي کېدل، د دغه معینیت د اساسي لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
 د کابل ښاروالۍ ټولنیز او فرهنګي مرستیال هم د کابل ښار د پنځم ماسټر پلان چمتو کول او منظوري، د اساسي لاسته راوړنې په توګه یاد کړ او ویې ویل په روان کال کې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۷ میلیارډه افغانیو په ارزښت، ۱۲۰ پروژې تر کار لاندې دي. محمد فاضل شریفي، زیاته کړه چې تر دې مهاله د کابل په ۱۲ ناحیو کې د ځوانانو شوراګانې جوړې شوي، چې په اوونیزو او میاشتنیو ناستو کې خپلې طرحې او نظرونه د کابل له ښاروالۍ سره شریکوي. د بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس، حفیظ الله ولي رحیمي، دې ته په ټینګار سره چې سپورټ د ټولنې په ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي برخه کې مهم رول لوبوي، زیاته کړه چې د سپورټ د قانون په پلي کېدو سره، د بدني روزنې د عمومي ریاست په فعالیتونو او د سپورټ په نورو برخو کې مثبت بدلون رامنځته شوی دی. 
هغه وویل چې د سپورټ د ودې په موخه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پراخ پروګرامونه په لار اچول شوي دي. 
د حکومتي بنسټونو د مسوولینو او ځوانانو ترمنخ د پرانیستو خبرو اترو پروګرام له کابل څخه پیل شوی او تمه ده چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې هم ترسره شي.
https://avapress.com/vdcayyn6e49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته