کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرومایټ ډبرو د استخراج د پنځو تړونونو د تعدیل هوکړه لیکونه،لاسلیک شول

10 عقرب 1398 ساعت 9:40


د کانونو او پترولېم وزارت سرپرستې د کرومایټ ډبرو د استخراج د پنځو تړونونو د تعدیل هوکړه لیکونه؛ د شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو اور سنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د تړون کوونکو شرکتونو له استازو سره، لاسلیک کړل.
 نرګس نهان، د رویالټي لوړه سلنه او د پانګونې لپاره په کور د ننه د کرومایټ ډبرو د پروسس شرط؛ د یادو تړونونو د تعدیل د اساسي عواملو په توګه یاد کړل. 
اغلی نهان وویل چې د کرومایټ ډبرو تړونونه د کانونو د نوي قانون په رڼا کې څېړل شوي او رویالټي له ۳۰ سلنې څخه ۷.۵ سلنې او ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.
 دغه راز د کانونو او پترولېم وزارت سرپرستې وویل، تړون کوونکو شرکتونو ژمنه کړې چې هغوی پخپله د کرومایټ ډبرو د پروسس په برخه کې هم پانګونه کوي.
 د کرومایټ ډبرو د استخراج تړونونو د تعدیل د هوکړه لیک پر بنسټ، تړون کوونکي شرکتونه مکلف دي چې د تړون تر لاسلیک کېدو، یوه میاشت وروسته، خپل کاري پلان د کانونو او پترولېم وزارت ته وړاندې کړي. 
د کرومایټ ډبرو پنځه تړونونه، چې د تعدیل هوکړه لیکونه یې نن لاسلیک شول، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د بین الوزارتي کمېټې لخوا د کانونو او پترولېم په وزارت کې څېړل شوي او د څېړنې پایله یې د ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریکه شوې وه.
 توظیف شوي کمېسیون د تړونونو تر بیاکتنې وروسته، پرېکړه وکړه چې دغه پنځه تړونونه دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، تعدیل شي.
 ویل کېږي چې هر شرکت د کرومایټ ډبرو د استخراج او پروسس په برخه کې شاوخوا ۴ میلیونه ډالر پانګونه کوي، چې په کابل، لوګر، پروان او میدان وردګو ولایتونو کې د کرومایټ ډبرو په دې پنځو کانونو کې به د پانګه اچونې ټولیزه کچه، ۲۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.


د مطلب کود: 194444

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194444/د-کرومایټ-ډبرو-استخراج-پنځو-تړونونو-تعدیل-هوکړه-لیکونه-لاسلیک-شول

آوا
  https://www.avapress.com