دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 194445
اطلاعاتو ته د لاسري کمېسیون د یونسکو په مرسته، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ د حکومتي چارواکو، د رسنیو او مدني ټولنو د مسوولینو په ګډون سره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ولمانځله.
 اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون رییس، عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د جمهور رییس او د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال له ملاتړ څخه مننه وکړه زیاته یې کړه: اطلاعاتو ته د لاسرسي د فرهنګ له ترویج او پياوړتیا پرته، د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي او له اداري فساد سره مبارزه ناشونې ده. 
په نوې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پیاوړتیا هره ورځ مخ په پراخېدو ده.
 بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون په تشکیل کې پراختیا، اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي د څرنګوالي په برخه کې د پوهاوي ورکولو د څو پروګرامونه په لار اچول او د کمېسیون د اتو کاري طرزالعملونو تدوین؛ د دغه کمېسیون د عمده کړنو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د پنځه کلنې ستراتېژۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي. 
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال، سید آقا حسین فاضل سانچارکي وویل، چې حکومت په تېرو پنځو کلونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې بنسټیز ګامونه اوچت کړي او د ژورنالیستانو له حقونو څخه د ساتنې او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته د رسېدنې په لاره کې یې اسانتیاوې رامنځته کړې دي. 
هغه وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون تر څنګ، د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه توانېدلې ده چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې هغه دوسیې چې له تېرو ۱۶ کلونو څخه باقي پاتې وې؛ پروسس او وروستۍ کړي.
 د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال، محمد نعیم نظري، اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي ارزښت ته په ټینګار سره وویل، خلک باید د ادارو او مسوولینو د کړنو په اړه بشپړ معلومات ولري، څو د هغه په رڼا کې د خپلو وګړنیزو حقونو څخه د سیاسي مشارکت په ډګر کې د پوهې له مخې تصمیم ونیسي. د افغانستان د روڼتیا څار ادارې مرستیال، ناصر تیموري، چې په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له لاسته راوړنو څخه خوښ وو، وویل، د هغوی څېړنې ښيي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه په ځانګړي توګه د ودانیزو پروژو د څارنې په برخه کې، اوسمهال ۹۹ سلنې ته رسیدلې ده. 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال، توبي لنزر، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون له کړنو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د یوناما دفتر اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د تخنیکي همکاریو په برابرولو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. 
د سپټمبر ۲۸مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ، هر کال د افغانستان په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لخوا د ښې حکومتولۍ، روڼتیا، فساد سره د مبارزې او د حساب ورکونې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه لمانځل کیږي.
https://avapress.com/vdcc00qsp2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته