دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 194446
د برښنا د مشترکینو شمېر ۱.۶ میلیونو ته رسیدلی دی
د ملي وحدت حکومت له پیل نه پخوا د برښنا د مشترکینو ټول شمېر ۱.۱ میلیونه ؤ، چې دا شمېر اوس ۱،۶ میلیونه ته رسیدلی دی.
 امان الله غالب، د برښنا شرکت رییس 
 د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري ناسته کې ګډون کړی ؤ، دغه راز وویل چې د ملي وحدت حکومت له پیله تر اوسه د برښنا د ویش ۷ سب ستېشنونو پراختیا موندلې او ۱۱ نور سب ستېشنونه نوي جوړ شوي دي.
 هغه وویل چې د افغانستان برښنا شرکت په عین وخت کې د برښنا پر ۱۱۰ پروژو چې ۴۹ پروژې یې د دونرانو لخوا تمویلیږي، کار کوي. 
ښاغلي غالب دې ته په اشارې سره چې ۷ ولایتونه د برښنا له ملي شبکې سره وصل شوي دي وویل، هغه ولایتونه چې اوس هم د برښنا د تولید لپاره له جنراتورونو څخه کار اخلي، د هغوی د برښنا په تعرفو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. هغه زیاته کړه اوسمهال په کابل کې ۳ صنعتي پارکونو ته برښنا ویشل کیږي او په پام کې ده د ننګرهار، هرات، بلخ او کندهار په ولایتونو کې صنعتي پارکونو ته هم د افغانستان د برښنا شرکت لخوا برښنا ورکړل شي. 
د افغانستان د برښنا شرکت رییس ټینګار وکړ چې د ۲۴ پراختیايي شبکو د پروژو بشپړېدل، په کابل کې د نورې ۱۵۰ میګاواټه برښنا د جذب لپاره لاره هواره کړې ده.
 هغه په همدې حال کې له ازبکستان څخه د لسو کلونو لپاره د برښنا د پېر د قرارداد د تفاهمنامې د لاسلیک موخه د ډاډ ترلاسه کول او په سیمه کې د برښنا د پېر لپاره د سالمې سیالۍ رامنځته کول وبلل.
 هغه زیاته کړه د دغه تفاهملیک پر بنسټ چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان او ازبکستان تر منځ لاسلیک شو، د هر کیلوواټ برښنا بیه ۵ سینټه ټاکل شوې چې د قرارداد د مودې په اوږدو کې د ډیریدو وړ نه دی. غالب د پروژو د کنټرول او تطبیق په برخه کې د روڼتیا څخه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دا مهال د برښنا په شرکت کې د پلټنې ۵ بنسټونه په کار بوخت دي.
https://avapress.com/vdcdoo0f9yt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته