کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو پنځه کلن پلان اعلام شو

10 عقرب 1398 ساعت 10:30


د کابل د ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو د عمل پلان، چې د جمهوري ریاست د مقام د حکم پر بنسټ او اړوند ادارو په همکارۍ چمتو شوی دی،  د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې لخوا اعلام شو. 
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د کابل ښار د هوا د ککړتیا مخنیوی او کمول، د دغه پنځه کلن پلان موخه وبلله. د کابل والي، د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیالې، د کابل ښاروالۍ د خدمتونو مرستیالې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال، چې په دې کنفرانس کې یې ګډون کړی وو؛ د کابل د ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو د پنځه کلن پلان د اعلام هر کلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د عمل عمل پلان ته په پاملرنې سره به د خپلو مسوولیتونو په برخه کې عملي اقدام وکړي. 
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال، انجنیر عزت الله صدیقي وویل چې د دې پلان ټول فعالیتونه اولویت بندي شوي او د اړوندو ځانګړو ارګانونو د مسوولیت پر بنسټ، د پلان د پلي کېدو د وخت په پام کې نیولو سره؛ د کابینې د ۱۶-۵-۱۳۹۸ نېټې په غونډه کې تصویب شوی دی. 
هغه زیاته کړه: د عمل دغه پلان د هوا د ککړتیا د تولید د سرچینو، د فعالیتونو د پلي کېدو د مسوولیت او د اړوند ارګانونو د کړنو د همغږۍ له نظره په ۱۳ سکتورونو وېشل شوی دی. 
صدیقي وویل: د عمل پنځه کلن پلان له کور څخه د باندې هوا د ښه والي لپاره چمتو شوی دی، چې د غیر معیاري ټرانسپورټي سیستم شتون، په وسایطو کې له غیر سټنډرډ سون توکو څخه ګټه اخیستل، د ناتصفیه شویو ډبرو سکرو او فسیلي توکو سوځول، د چاپېریال ساتنې د قوانینو او مقرراتو د نه پلي کېدو له امله د ښاري کثافاتو او چاپېریالي سرغړونو نه مدیریت، د هغه اساسي سرچینې تشکیلوي. 
دغه راز د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال وویل د دغه پلان پلي کېدل په داسې ډول ترتیب شوي چې اړوند ارګانونه د هرې میاشتې په پای کې د پلان د پلي کېدو په تړاو د خپلو کړنو راپورونه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته استوي او دغه اداره د ربعوارو راپورونو تر راټولولو وروسته، هغه د جمهوري ریاست لوړ مقام ته وړاندې کوي. 
د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اجرایوي مسوولې ادارې په توګه پدې باور ده چې په کابل کې د چاپېریال ساتل او د هوا د ککړتیا راکمول، یوازې د یوې او یا څو اړوندو دولتي ادارو کار نه دی، بلکې ټول دولتي بنسټونه، خصوصي موسسې او بنسټونه، اکادمیک بنسټونه، علما، رسنۍ او خلک مکلفیت لري چې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د راکمولو او د مخنیوی په برخه کې همکاري وکړي.


د مطلب کود: 194447

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194447/د-کابل-هوا-ککړتیا-مخنیوي-او-کمولو-پنځه-کلن-پلان-اعلام-شو

آوا
  https://www.avapress.com