ياد موټران د ولايت مقام د مرستيال عبدالحنان منيب لخوا د ځانګړي نظارت په پايله کي ونيول سول، چي د سړکونو د مراقبت او ساتني رئيس انجنير محمد صابر احمدزي يې هم ملتيا کول.
په همدې تړاو د ولايت مقام مرستيال وويل، هغه موټران، چي تر ټاکلي اندازې زيات بار پکښي اچول سوی وو نيول سوي او تر ټاکلي اندازې زيات بار ورڅخه تخليه سوی دی.
ښاغلي منيب وويل، هغه موټر چلوونکي، چي موټرانو ته تر ټاکلي وزن زيات بار ور اچوي او بيا د ښار پر سړکونو باندي تګ راتګ کوي دا کار نه يوازي د ملي شتمنيو ( سړکونو ) د ويجاړېدو سبب ګرځي، بلکي له قانون څخه هم سرغړونه ده، چي په خبره يې د نيوونکو سره به يې قانوني چلند کېږي.