کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرستیال والي:ولایتي ادارې د عصري زراعت د مروج کېدو لپاره هڅي پیل کړي دي

10 عقرب 1398 ساعت 13:18


نوموړي دغه څرګندوني بزګرو ته د لېزر لیول ماشینونو د ورکړي پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چي بزګر باید د اوبو د کم مصرف او ښه حاصل تر لاسه کولو لپاره د زراعت پوهانو سره مشورې وکړې.
بل لوري بزګرو وویل زراعتي مامورین او همکاره مؤسیسې باید ددوی د کښت او کروندو په برخه کي لازمي همکارۍ ورسره وکړي.
د کندهار زراعت ریاست له لوري د کندهار بزګرو ته لس لېزر لیول ماشینونه ورکول سوه چي له مخي یې کښتګر کولای سي په ډېره اسانۍ سره د مځکي سطحه د اوبولو لپاره جوړه کړي څو په لنډ وخت کي اوبه سي او هم د اوبو د زیات استعمال مخه ونیول سي.
ددغه ماشین الاتو د ورکړي پر مهال د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، چي د ولایتي ادارې په غوښتنه د مرکزي دولت له لوري ددې ولایت بزګرو ته د مځکي د لیزر لیول ماشینونه ورکول سوه.
ښاغلي منیب وويل، هڅه کوي، څو د کندهار زراعت چي ددې ولایت اویا سلنه اقتصاد تشکیلوي عصري کړي او د اوبو د زیات استعمال مخه ونیسئ.
هغه د بزګرو څخه غوښتنه وکړه چي د زراعتي مامورینو سره د کښت او باغونو په روزنه کي د مشورو څخه ګټه واخلي.
د زراعت رئیس سید حافظ سعیدي وویل بزګرو ته لس د لیزر لیول ماشینونه د نړیوال بانګ په مالي مرسته چي پنځه میليونه افغانۍ کیږي ورکول سوه، او په پلان کي لري چي د زراعت په برخه کي نوري لويي او کوچنۍ پروژې هم عملي کړي.
بزګرو د ولایتي او مرکزي ادارې څخه مننه وکړه او خوښي یې وښوده چي د زراعت د پیاوړتیا لپاره یې هڅي زیاتي کړي دي.
هغوی وويل، نوې ماشینري او سامانونه باید وړ کسانو ته ورکول سي، ترڅو د کندهار زراعت لا پراختیا پیدا کړي.
د کندهار زراعت ریاست مسؤلین وايي، دا چي په باغونو او کروندو کي بزګر لا هم د ګڼو ستونزو سره مخ دي لامل یې د زراعت ریاست د مسلکي کسان سره نه همږغي ده.


د مطلب کود: 194449

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194449/مرستیال-والي-ولایتي-ادارې-د-عصري-زراعت-مروج-کېدو-لپاره-هڅي-پیل-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com