دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 194452
دوه اسټرالوي پولیس، ۲ افغانو مېرمنو ته سپکې سپورې وايي
په اسټرالیا کې د ملا امامانو ټولنې د نیو ساوت ویلز پولیسو لخوا د دوه افغانو مېرمنو د ځورونې پېښه غندلې او اندېښنه یې پرې ښودلې ده.
په یوه ویډیو کې چې تازه خپره شوې، د سډني د نیو ساووت ویلز دوه پولیس افسران د یوې ۲۴ کلنې افغانې موټر دروي او ورسره په موټر کې ناسته مور یې هم ځوروي.
دغه افسران لیدل کېږي چې افغانې نجلۍ ته وايي: (( له ماسره مینه مه کوه، بحث هم راسره مه کوه ګني په خپل واګون موټر پسې دې تړم او راکاږم دې.))
 د سډني په لویدیځه ډډه کې د افغانو مېرمنو په داسې ځورونه د اسټرالیا حکومت هم اندېښمن شوی دی او د دغو پولیسو افسرانو په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
 دا ویډیو تازه نه ده، خو د اسټرالیا د قانون د حاکمیت کمېسیون ویلي دا ویډیو په اپریل میاشت کې شوې چې په کې پولیس افسران په موټر کې د ناستو دوه افغانو مېرمنو له ډلې یوې ته د کمربند نه تړلو په وجه دوه دقیقې په موټر پسې شاته – شاته د تلو امر کوي.
 دغه ویډیو کې پولیس افسر ۲۴ کلنې افغانې موټرچلوونکې ته د جاهلې خطاب کوي او ګواښي یې چې د اسنادو د نشتوالي په جرم به یې مور ترې زندان ته واچوي.
 په یوه برخه کې پولیس افسر بل ته وايي، زړه ښځه له موټره راوباسه په سر سر یې ووهه.
پولیس افسران له دغو دوه افغانو مېرمنو سره له دې کبله لانجه کوي چې ولې یې ورته سم عمرونه ونه ښودل.
پولیس افسر دغو دواړو مېرمنو ته له سپکاوي څخه په ډکه لهجه وايي، د اسټرالیا له سیستم څخه ناوړه استفاده مه کوئ.
 اوس د اسټرالیا د قانون د حاکمیت اداره وايي، دا پولیس افسران یې نیولي او د ښځو د ځورونې او ویرونې په جرم بندیان دي، همدا راز په یو پولیس د چا د بې اساسه ګواښلو تور لګېدلی دی.
 دغې کمېټې همدا راز ویلي، چې له دواړو افسرانو سره به انضباطي برخورد وشي.
 بلخوا په استرالیا کې د علماو شورا په دې پېښه غبرګون ښودلی او ویلی یې دي، د پولیسو دا کار له خپلې دندې څخه ناوړه استفاده  او د خلکو د باور زیانمنولو په معنا دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په استرالیا کې د دغو افغانو مېرمنو د ځورونې په تړاو څه نه دي ویلي.
افغان کډوال په ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه کې ډېر ځورول کېږي خو دا نادره پېښه ده چې په اسټرالیا کې هم له ورده برخورد سره مخامخ شول.
https://avapress.com/vdcamyn6u49noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته