کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش ډلې ابو ابراهیم هاشمي خپل نوی مشر او ابوحمزه قریشي نوی ویاند وټاکه

10 عقرب 1398 ساعت 11:21


د داعش ترهګرې ډلې د ابوبکر البغدادي د وژني له تایید سره هم مهاله  ابوابراهیم هاشمي قریشي خپل نوی مشر ټاکلی دی.
ابو ابراهیم د داعش ډلې اړوند یو ټلیګرامي کانال کې معرفي شوی چې له دې وروسته به د داعش ډلې مشري ورله غاړې وي.
داعش ډلې په یو غږیز پیغام کې همدا راز له بغدادي سره د هغه د ویاند ابوحسن مهاجر وژنه هم تایید کړې ده او ویلي یې دي مسلمانان باید د دې ډلې له نوي ټاکل شوي ویاند ابوحمزه قریشي او مشر ابوابراهیم سره بیعت وکړي.
  د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د روسیې، عراق، ترکیې او سوریې سره په همغږۍ یې ادلیب کې د ابوبکرالبغدادي پرضد عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې بغدادي وژل شوی دی.
 له هغې وروسته داسې اوازې وې چې د داعش مشري به عبدالله قرداش مشهور په حاجي عبدالله العفري پر غاړه واخلي چې د اګست په میاشت کې د بغدادي لخوا خپل ځای ناستی ټاکل شوی و.


د مطلب کود: 194454

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194454/داعش-ډلې-ابو-ابراهیم-هاشمي-خپل-نوی-مشر-او-ابوحمزه-قریشي-ویاند-وټاکه

آوا
  https://www.avapress.com