دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 194459
افغانستان نوي حکومت ایران سره خپل نږدی اړېکو او تعهداتو ته ادامه ورکوی
آوا خبرګزاری، کابل: داکتر عبدالله عبدالله، افغانستان اجراییه رئیس، نن (جمعه، ۱۰ عقرب) شانګهای همکاری سازمان حکومتونو سران ناسته کې تاشکند کې، د ښاغلی اسحاق جهانګیری د ایران اسلامی ولسمشر لومړۍ معاون سره لیدنه کړي.

 
د اجرائیه ریاست خبرپاڼي څخه په نقل سره، ښاغلی عبدالله په دی لیدنه کې ویلی دی چی تر څو نو ورځو به افغانستان ولسمشریز ټاکنو نتایج اعلان کیږی او افغانستان راتلونکې حکومت، ایران سره خپل نږدی اړېکو او تعهداتو ته ادامه ورکوی.
اجراییه رییس همدارنګه زیاته کړی چی افغانستان او ایران ترمنځ همکاری جامع سند نهایی شوی او هیله مند یو چی ډير ژیر امضا شی.
هغه چابهار بندر پراختیا یو ښه فرصت سیمه ییز هیوادونو بالخصوص افغانستان او ایران او هند لپاره بللی او ویلی دی چی افغانستان د ایران سره نور هم د تجارتی اړېکو پراختیا غوښتونکې دی.
په همدی حال کې، اسحاق جهانګیری د ایران ولسمشر لومړۍ معاون، د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو په بریالیتوب سره تیریدلو مبارکی ترڅنګ وویل چی هیواد یی د افغانستان ټاکنو سره راولاړ حکومت سره نږدی اړېکو او همکاری ته ادامه ورکوی.
د ایران ولسمشر لومړۍ معاون ټینګار کړي چی هیواد یی د افغانانو په مالکیت او رهبری د سولې مذاکراتو څخه ملاتړ کوی.
هغه همدارنګه د تروریستی ډلو بالخصوص داعش تروریستی ډلې سره سیمه ییز هیوادونو بالخصوص افغانستان او ایران مشترک مبارزی باندی ټینګار کړی دی.
https://avapress.com/vdchmknzw23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته