دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 194472
کندهار:هغه قاتل ووژل سو،چي د ماشومي مخ ته يې د هغې پلار وژل وو
ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هغه ځوان قاتل وژلي، کوم چي وسلوالو ترهګرو د چهارشنبې په ورځ د خپلي ماشومي لور د سترګو په وړاندې په شهادت رسولي وو
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر وايي تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار په څلورمه، اوومه، نهمه، دوولسمه او څوارلسمه ناحیو کي تصفیوي عملیات ترسره کړي، چي په ترڅ کي یې یو غلچکي بریدګر وژل سوی او پنځه تنه نور چریکي برید کوونکي ژوندي نیول سوي دي.د نهمي ناحیې د عملیاتو په جریان کي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د غلچکي بریدګر د نیولو پر مهال د مقاوت سره مخ سوي، چي په نتیجه کي یې غلچکي بریدګر په مقابلو ډزو کي وژل سوي دي.
د ځانګړو ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخي وژل سوی چریکي فعالیت کوونکي د هغه ځوان قاتل وو، چي د چهارشنبې په ورځ په ارغنداب ولسوالۍ کي د ملا نقیب اخوند له زیارت سره د خپلي ماشومي لور د سترګو په وړاندي په شهادت رسیدلي وو.
دا په داسي حال کي ده، چي ملي امنیت ځواکونو په دې وروستیو کي په لسهاو هغه غلچکي بریدګر ژوندي نیولي، چي په کندهار ښار او ولسوالیو کي ملکي مامورین، نظامي منسبداران، قومي مشران، علمای کرام او ځوانان په شهادت رسول او پر مهال یې د ګڼ شمیر حملو مخه نیول سوې ده.
https://avapress.com/vdccm0qsi2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته