دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 194474
عبدالله د منځنۍ اسیا جهمهوریتونو له مشرانو سره کتلي
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله پرون د نومبر په لومړۍ نېټه د قرغزستان او قزاقستان له صدراعظمانو سره د ترورېزم پر ضد په مبارزه او سیمه ییز امنیت خبرې کړي دي.
عبدالله عبدالله د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.
هغه په تاشکند کې د دې غونډې په څنډه کې د منځنۍ اسیا د دې جمهوریتونو له مشرانو سره کتلي دي.
عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي چې د قرغزستان صدراعظم په افغانستان کې د سولې لپاره له روانو هڅو ملاتړ کړی او له دې بهیر سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.
د عبدالله په وینا، د قزاقستان صدراعظم هم له افغانستان سره د کانونو د کیندلو، کرنې او صنعتي پروژو له پراختیا سره علاقمندي څرګنده کړې ده.
https://avapress.com/vdcefe8zejh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته