دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 194479
د افغانستان امریکايي پوهنتون استادانو خوشې کولو لپاره د خلیلزاد هڅې
رپوټونه وایي د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هڅه کوي د طالبانو له بنده د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه استادان خوشې کړي.
پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د زندانیانو د تبادلې هوکړه لیک وروستي کېدو په حال دی چې کولای شي د دوو بهرنیو استادانو د خوشي کېدو لاره هواره کړي او دا د افغانستان سولې لپاره د خلیل زاد د هڅو یوه برخه هم ده.
په کابل کې هم یوه افغان چارواکي ویلي چې خلیلزاد له ولسمشر غني سره لېدلي او ممکن د څو ورځو په لړ کې په دې تړاو خبرې معلومې شي.
د طالبانو ځینو سرچینو هم د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستان د زندانیانو خوشي کېدو په برخه کې مهمه ونډه لوبوي.
طالبانو استرالیوی کوین کینګ او امریکایی تیموتي ویکس په ۲۰۱۶ کال کې برمته کړل او تراوسه له دوی سره بندي دي.
د یادولو وړ ده چې له دې څو اونۍ وړاندې هم داسې رپوټونه خپاره شول چې څو تنه هندي بندیان له یو شمیر لوړپوړو طالب چارواکو سره چې د افغانستان په زندانونو کې و، تبادل شول.
داسې حال کې چې یو زیات شمیر افغان سرتیري د هیواد په یو شمیر برخو کې د طالبانو په بند کې دي او په مقابل کې یې افغان ځواکونه هم هره ورځ لسګونه طالب جنګیالي زندانونو ته اچوي، خو تر ډیره تبادله د بهرنیو اتباعو او طالب بندیانو ترمنځ کیږی.
https://avapress.com/vdcjaxevhuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته