دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 194480
د تخار- بدخشان لویه لاره کې د مسافرو موټر چپه شوی ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې
د تخار - بدخشان د لویې لارې په اوږدو کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو له امله زیات شمیر مسافر مړه شوي او ژوبل شوي دي.

دا موټر چې له کابله بدخشان ولایت ته پر لاره و، نن شنبې سهار د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ باغ ذخیره سیمه کې له لارې منحرف شوی او چپه شوی دی.
د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي په دې پيښه کې پنځه کسان چې دوه یې ماشومان، دوې یې میرمنې او یو یې نارینه دی، وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان په ډیریو لویو لارو کې ترافیکي پيښې رامنځته کیږي.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو په پام کې نه نیول او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دې پيښو اصلي عوامل بلل کیږي.
https://avapress.com/vdcbwab8grhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته