دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 194481
په امریکا کې  د هالووین  پر پارټۍ  وسله وال برید شوی  دی.
د امریکا په شمالي کالیفورونیا  ایالت کې  د کالج د زده کوونکو  لخوا جوړه شوې د هالووین  په پارټۍ  د وسله وال برید له امله لږ تر لږه  ۴ تنه مړه او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي  پیښه    د شپې په ناوخته ساعتونو کې  د اوریندا په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د سیمې د پولیسو مشر د پيښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې  پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ګن شمیر نور ټپيان دي.
د پولیسو مشر ویلي دي چې د پیښې په اړه لا زیات معلومات په لاس کې نشته.
پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي دي او د برید په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي.
د بله پلوه  د سیمې  عینې شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  دا پيښه  د کالج د زده کوونکو لخوا د هالووین پارټۍ په خاطر په کرا شوي  یو کور کې  رامنځته شوې ده .
پیښه  د شپې په ۱۱ بجو او ۴۵ دقیقو رامنځته شوې ده .
https://avapress.com/vdcc40qss2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته