دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 194496
د حامد کرزی هوایی ډګر امنیتی مرکز جوړېدو طرحه د ۴۰ میلیون دالرو په لګښت نهایی شو
آوا خبرګزاری، کابل: د حامد کرزی بین المللی هوایی ډګر امنیتی مرکز دیزاین او طرحه د جاپان هیواد جایکای سازمان مسئولینو او ملکی هوانوردی اداره رهبری په ناسته کې د داکتر محمد قاسم وفایی زاده ددی اداره عمومی رییس په ریاست، د هندوستان دهلی ښار کې نهایی شو.

دا طرحه د ۴۰ میلیونو ډالرو څخه ډير د جاپان هیواد مرستو څخه د جایکا سازمان او ملکی هوانوردی اداره کار دستور کې قرار لری.
دا مرکز به د مسافرینو او کارګو امنیتی برخه کې مدرن اړتیاوو او سهولتونو رامنځته کولو کې به ترینه ګټه واخیستل شی.
داکتر محمد قاسم وفایی زاده د ملکی هوانوردی اداره عمومی رییس، د حامد کرزی بین المللی هوایی ډګر لپاره امنیتی واحد مرکز اعمار یو مثبت او ګټه ور ګام وبلل او نقش یی د قاچاق مخنیوی او ممنوعه موادو لیږد مخنیوی لپاره ګټه ور بللی دی.
سربیره پردی ددی پروژی په پوره کېدو سره، د هوایی ډګر او مسافرینو امنیت به پیاوړۍ شی او د امنیتی پوستو او چک پاینتونو جوړېدو څخه به مخه ونیسی.
 
https://avapress.com/vdci35azqt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته