کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملی امنیت تیر میاشت په جریان کې د ۶۳۰ څخه ډیر عملیات درلودلي

11 عقرب 1398 ساعت 13:41

آوا خبرګزاری، کابل: ملی امنیت عمومی ریاست خپل یو میاشتنې ریپورت د عملیاتونو او لاسته راوړنو په اړه اعلان کړي چی ددی ریپورت په اساس د ۶۳۰ څخه ډیر نظامی عملیاتونه ترسره شوی او ۲۲۱ تنه وژل شوی او ۱۰۴ تنه ټپیان شوی دی او ۶۴۹ تنه هم نیول شوی دی.



 
سرچینی ډيروی چی ملی امنیت ریاست نظامی عملیاتونه ۱۳۹۸ کال میزان میاشت کې ټول افغانستان کې ترسره شوی دی.
ددی عملیاتونو په ترڅ کې ۴ عراده موتر سایکل او دوه عراده موټر بمب چی پراخ بریدونو ترسره کولو قصد درلود کشف او خنثی شوی دی.
همدارنګه ۳۹۵ حلقه ماینونه کشف او د درو راکتی بریدونو څخه مخنیوی شوی او ۲۲۱ تنه دشمنان وژل شوی، ۱۰۴ تنه ټپیان شوی او ۶۴۹ تنه یی هم نیول شوی دی.
د سرچینی معلوماتو په اساس، ملی امنیت عمومی ریاست خاص قطعاتو ځواکونه په یو مشترک عملیات کې د القاعده شبکه یو تن کلیدی غړۍ عاصم عمر د القاعده رهبر د هند شبه جزیره لپاره د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالی کې د څو نورو طالبانو سره له منځه وړي او څو تنه نور هم نیولی دی.
همدارنګه دوه شبکه چی یو یی جنوبی سالنګ بریشنا وارداتی پایو انهدام او تخریب کې لاس درلود او بل یی مسلحانه سرقتونو کې لاس درلود، نیول شوی او عدلی قضایی مراجعو ته تسلیم شوی دی.
 


د مطلب کود: 194498

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194498/ملی-امنیت-تیر-میاشت-په-جریان-کې-د-۶۳۰-څخه-ډیر-عملیات-درلودلي

آوا
  https://www.avapress.com