دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 194510
د ترکیې او جرمني ترمنځه د کارګرو د جذب د تړون ۵۸ کلیزه
د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو رئیس  عبدالله ایرن  وویل چې د ترکیې نه جرمني ته کډه شوو ترکانو ددې هیواد سره یواځې  د کار او اقتصاد په برخه کې نه  په سیاسي، ټولنې او کولتوري برخو کې هم  ډیره زیاته مرسته کړې ده .
هغه  دا څرګندونې  جرمني ته د کډوالۍ د ۵۸ کلیزې په مناسبت  په خپور  کړې پیغام  کې کړي دي.
هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې اروپايي هیوادونه باید په اروپا کې  میشتو ترکانو ته د یوې سترې شتمنۍ په توګه وګوري.
هغه زیاته کړې ده چې  جرمني ته کډه شوو ترکانو  پدې موده کې  ددې هیواد سره  یواځې د کار او اقتصاد په برخه کې نه بلکې  د سیاسي، ټولنیزو او کولتوري ساختار په برخو کې هم  ډیره زیاته مرسته کړې ده . پدې برخو کې هم  ډیر مهم  او رغنده رول  لوبولی دی.
ددې بهیر لومړنی  نسل چې د چا خبره د هغه هیواد په ژبه هم  پوره نه پوهیدل خو هر یو  د قهرمانۍ جلا جلا داستان لیکلی دی. نن ورځ دا بهیر څلورم نسل ته  رسیدلی دی. پوره باور لرم چې  زمونږ  دا ځوان   او قوي نسل  د هرې ورځې په
تیریدو سره  لا زیات د علم او پوهې په ګاڼې سینګار  او په موجودې ټولنه د خپل موجودیت سره  لا زیات افتخارات هم  د کوربه او هم  د خپل پلرني هیواد په برخه کړي. ددې په هیله چې  دا نسل د خپل پلرني هیواد  او مورنۍ ژبې سره  د اړیکو د پرې کولو پرته  د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې  مهم  رول ولوبوي او د مهم موقف خاوندان وي.
عبدالله ایرن په خپور کې پيغام کې  ویلي دي چې  د نن نه پوره  ۵۸ کاله مخکې  د ۱۹۶۱ میلادي کال د اکتوبر په ۳۰ مه نيټه  د جرمني د بن په ښار کې لاسلیک شوی د کارګرو د جذب د تړون  له مخې  په لومړني پړاو کې ۲۵۰۰ تنه ترکانو جرمني ته کډه وکړه.
ترکانو پدې ۵۸ کلونو کې  په جرمني کې د سیاست نه تر اقتصاده، د کولتور نه تر سپورت  پورې په هره برخه کې  ډیر مهم  او رغنده  رول  لوبولی  او نن ورځ  هم  رول لوبولو ته دوام ورکوي. نن ورځ په جرمني کې څه باندې  درې نیم میلیونه تنه ترکان ژوند کوي چې  څلورم  نسل  د لویدو  په حال کې دی.
عبدالله ایر ویلي دي چې  د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست د نړۍ د نورو برخو په څیر په جرمني کې میشتو ترکانو لپاره  د تعلیم نه نیولې تر کولتور او حقوقو پورې په یو زیات شمیر برخو کې  مهم  پروژې د لاس لاندې نیولی دي.
https://avapress.com/vdcfyjdyxw6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته