دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 194512
په روان کال کې ملکي تلفات ۳۹ سلنه ډېر شوي- سیګار
د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا د څارځانګړې ادارې(سیګار) ویلي، د تېر کال پر پرتله په روان کال کې ملکي تلفات نهه دېرش سلنه ډېر شوي او په وروستیو درې میاشتو کې افغان ځواکونو ته هم درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.

د سیګار د تازه راپور له مخې؛ د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي له کبله او دا، چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې راغلي، نو تلفات یې هم پېنځه سلنه ډېر شوي دي.
د ۲۰۱۹ کال د جون له لومړۍ د سپتمبر تر ۳۰ د ۴۵۵۴ ملکیانو وژل کیدل ښیي، چې ملکي تلفات د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۹ سلنه ډېر شوي دي. افغان ځانګړیو ځواکونو هم د ۲۰۱۹ کال د جنوري له میاشتې تر سپتمبر میاشتې پورې د طالبانو او نورو  ترهګرو ډلو پر ضد ډېر عملیات کړي او دا له هغو عملیاتو ډېر دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې تر سره شوي وه.
په دې راپور کې تېرې درې میاشتې افغان ځواکونو ته ډېرې خونړۍ یادې شوي او په ډاګه کوي، چې افغان ځانګړیو ځواکونو د روان زیږدیز کال په تېرو نهه میاشتو کې دوه زره ۵۳۱ پوځي عملیات کړي دي. که څه هم د سولې په خبرو کې تل له طالبانو غوښتنه شوې، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي؛ خو اوس یې هم خپل پوځي تحرکات روان ساتلي دي.
سیګار وايي، د افغان ځواکونو تلفات په یاد وخت کې ۵ سلنه ډېر شوي دي. یعنې د افغان ځواکونو تلفات ۶۰ سلنه په دفاعي حالت کې ول.
ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د سیګار دا راپور رد کړی او وایي؛ درې میاشتې کیږي، چې افغان ځواکونه له دفاعي حالته راوتلي او په یرغلیز حالت کې دي.
پوځي کارپوه وهاب وردګ څرګنده کړې؛ دا سمه ده، چې پوځي او امنیتي ځواکونو ته مو ځاني زیانونه اوښتي؛ خو ډېرې سیمې یې هم نیولي دي. لکه په بدخشان، کندوز، بغلان، غزني او هلمند کې، چې یو شمېر ولسوالۍ بېرته ونیول شوې.     
د سیګار د څرګندونو له مخې؛ په تېرو نهه میاشتو کې د ننګرهار، لوګر او زابل ملکیانو ته ډېر ځاني زیانونه رسیدلي دي. په داسې حال کې، چې د روان کال په څلور لومړیو میاشتو کې د هلمند، نورستان، او ننګرهار ملکیانو ډېر زیانونه اوښتي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzknzi23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته