دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 194527
سرپل سانچارک ولسوالی امنیتی پوستو باندی طالبانو تهاجمی بریدونه
آوا خبرګزاری، سرپل: سرپل سیمه ییز چارواکې وایی چی تیرو دوو شپو کې طالبانو د سانچارک ولسوالی مسجد سبز او توپخانه سیمی ټول پوستو باندی په ټول قوت سره تهاجمی بریدونه ترسره کړی دی.

 
د هغوی په وینا د نښتو په ترڅ کې ۲ تنه پولیس سیمه ییز ځواکونه شهید شوی او ۶ تنه نور مردمی ځواکونه ټپیان شوی دی او همدارنګه مخالفینو ته هم درانه مرګژوبله اوښتی دی.
پنجشنبه شپه او جمعه شپه طالبانو د مردمی ځواکونو پوستو باندی بریدونه کړي چی د مردمی ځواکونو مقاومت سره مخ شوی او بریدونه یی په شا ټمبول شوی دی.
اسدالله خرم، سرپل ولایتی شورا غړۍ وویل چی طالبان تیرو دوو میاشتو کې د څو استقامتونو څخه امنیتی ځواکونو پوستو باندی بریدونه درلودلی چی ترڅ کې یی لمړۍ شپه کې دوه تنه شهید او دوه تنه ټپیان شوی او دوهمه شپه کې هم ۴ تنه ټپیان شوی دی.
رحمت الله د سانچارک ولسوالی توپخانه په سیمه کې د جګړی یو تن قوماندانانو څخه وو چی طالبانو پنجشنبه شپه برید کې د سختو نښتو وروسته د طالبانو له لوری په شهادت ورسید. هغه همدارنګه د څو کالو راهیسی د مردمی ځواکونو رهبریت یی په غاړه درلود او ددی سیمی څخه دفاع کول.
له بل لوری نور آغا فیضی، د سرپل پولیس ویاند د تیرو دوو شپو بریدونو تایید ترڅنګ ویول چی طالبان سیمه ییز پولیسو شپږو پوستو باندی توپخانه او مسجد سبز سیمو کې بریدونه درلودلي چی بریدونه یی په شابېول شوي او هغوی ته سخت تلفات اوښتی دی.
فیضی د ۲۰ تنو طالبانو وژل کېدو څخه ددی نښتو په جریان کې خبر ورکړ او وویل طالبان دی دوو شپو کې په ټول توان سره د ۲۰۰ کسیزی ځواک سره امنیتی پوستو باندی بریدونه درلودلي خو ددی پوستو نیولو باندی ونه توانیدل.
 
https://avapress.com/vdcdxo0f5yt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته