کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: پر کونړ د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار یوو

11 عقرب 1398 ساعت 16:07


د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د کونړ په اوسیدونکو د پاکستاني پوځیانو د بریدونو خبرونه خپریږي چې، د خلکو سخت غبرګونونه یې پارولي دي .
د کونړ ولایتي او امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې  پاکستاني ځواکونه هڅه کوي څو د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي او دوی دغه کار ته اجازه نه ورکوي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته ویلي چې د پاکستان پوځيانو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته نږدې تجهیزات زیات کړي او د افغانستان له ځواکونو سره جنګ ته تیاری نیسي
خو د ملي دفاع وزارت بیا ویلي چې ځواکونه یې د کونړ پر سنګرونو د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار دي.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، د افغانستان ځواکونه به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته نفوذ وکړي.


د مطلب کود: 194529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194529/دفاع-وزارت-پر-کونړ-د-پاکستان-له-لوري-بریدونو-ته-تیار-یوو

آوا
  https://www.avapress.com