دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 194532
د امریکا د حکومت راپور: په ټولنه کې د افغان جګړه مارو د جذب پروګرام بریالی نه دی
د امریکا نګریس ته په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له جګړې د لاس اخیستو او په ټولنه کې د وسله والو جګړه مارو د بېرته یوځای کېدو هیڅ پروګرام د پام وړ نتیجه نه ده لرلې.
په دې راپور کې، چې د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) روانه اوونۍ وړاندې کړی، همداراز ویل شوي چې د طالبانو د ځپلو پروګرامونو هم دا ډله دومره کمزورې کړې نه ده چې له جنګه لاس واخلي او پخلاینې ته حاضره شي.
د افغانستان د بیارغونې ځانګړي سرمفتش جان سوپکو ویلي«که کله هم په افغانستان کې دایمي او حقیقي سوله راځي، طالبان او نورې وسله والې ډلې باید خامخا د پخلاینې په پروسه کې شاملې وي.»
د سیګار په راپور کې، چې د جمعې په ورځ خپور شو، د افغانستان د سولې د پروسې د بیا احیاکېدو هڅو ته هم کتنه شوې ده.
په راپور کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا او طالبانو د سولې د خبرواترو یادونه هم شوې چې د سپټمبر په میاشت کې د ولسمشر ټرمپ په ټویټ لغوه شوې.
جان سوپکو وايي، د ۲۰۱۸ له اکتوبر څخه د امریکا او طالبانو استازو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر په دوحه کې خبرې کوي خو د افغانستان حکومت پکې برخه نه لري ځکه چې طالبان په خبرو کې د افغانستان د حکومت د ګډون مخالفت کوي.
په راپور کې راغلي چې د دوحې په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او له افغانستانه پر نورو هیوادونو د تروریستي بریدونو د نه کېدو پر شرایطو بحثونه شوي دي. سره له دې چې دا خبرې درېدلي خو دواړه خواوې لېواله دي چې بیا یې پیل کړي.
سیګار وايي، حتي که د افغانانو ترمنځ د خبرو په پایله کې روغه وشي، او حتي که په ټولنه کې د طالبانو د بېرته جذب پروګرام هم پیل شي، نورې ستونزې ممکن سر راپورته کړي؛ لکه دا چې ځینې طالبان ښايي ونه غواړي چې سوله ومني.
https://avapress.com/vdcjtxev8uqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته