دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۲
د مطلب کود : 194537
پکتیکا کې ماین چاودنې ۷ ولسي خلک ووژل
د پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي ماین په ملکي کسانو چاودنه کړې چې ۷ تنه پکې وژل شوي.

دا چاودنه نن شنبې سهارد سلطانو په نوم سیمه کې شوې ده.
د پکتیکا ولایت امنیه قومنداني ویاند شاه محمد ارین پېښه تاییدوي وایي ماین د وسله والو طالبانو لخوا په سرک کې ځای پر ځای شوی و چې په ملکي کسانو یې چاودنه کړې او ۷ تنه یې وژلي.
د ارین په خبر په وژل شویو کسانو کې څلور د یوې کورنۍ غړي و.
په دې وروستیو کې د ماین په چاودنو کې زیات شمیر ملکي وګړي وژل شوي دي.
نن سهار تخار ولایت کې هم د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې د یوه ښوونځي ۹ تنه زده کوونکي ووژل شول.
 
https://avapress.com/vdcexe8zfjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته