کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په قره باغ کې اووه انسان تښتوونکي نیول شوي

11 عقرب 1398 ساعت 17:49

د ملي امنیت عمومي ریاست د شنبې پر ورځ( د لړم ۱۱) په ډاګه کړې، چې د دې ریاست ځانګړیو ځواکونو د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ له اړوند سېمې څخه د یو لړ عملیاتو په بهیر کې د انسان تښتوونکیو یوه اووه کسیزه ډله نیولې ده.



د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو دغه راز دوه کسان، چې د یو د خوشې کیدو په بدل کې د پېنځه سوه زره دالرو دالرو غوښتنه شوې وه هم را خوشې شوې ده.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ اړوند ځواکونو له انسان تښتوونکیو څخه درې میله کلاشینکوفونه هم تر لاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان ښاري جرایمو، غلاوو، وژنو او تښتونو اندېښمن کړي او تل یې په دې اړه د امنیتي ځواکونو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 194544

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194544/د-کابل-په-قره-باغ-کې-اووه-انسان-تښتوونکي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com