دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 194549
عبدالله عبدالله: سولې ته د رسېدو لپاره باید د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي
د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول اړخونه د خلکو ارادې او غوښتنې په پام کې ونیسي.

د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې اتلسمه ناسته نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوه.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې په دغه غونډه کې یې د افغان دولت په استازیتوب ګډون کړی، وویل چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول اړخونه باید د خلکو ادارې ته پام وکړي.
اجرائیه رئیس همداشان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې سیمه ییزې ستراتيژۍ او کړنلارې غوښتونه هم وکړه او ویې ویل: "د شانګهای د همکاریو سازمان سیمه ییزو هېوادونو هوساینه د افغانستان سولې او ثبات پورې تړلې ده، نو لازمه ده چې د سیمې د ګډو ستونزو د حل لپاره په ګډه د عادلانه سوله ییزې او باعزتې کړنلارې له مخې د جګړې ختمولو ته هڅه او کار وکړو."
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
ښاغلي عبدالله دغه شان وویل چې افغانستان له ترورېزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او دا ترهګري بهرنۍ ریښې هم لري.
ده زاته کړه چې د افغانستان دفاعي ځواکونه له ترهګرو ډلو سره چې د نړۍ او په ځانګړې ډول د سیمې هېوادونو ته ګواښ دی، د جګړې په حال کې دي.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو پوه مجیب شریف ازادي راډيو ته وویل، د شانګهای د همکاریو سازمان ناسته د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره ترې استفاده وشي.
دی وایي: "زما په باور، کله چې د حکومت اجرائیه مشر په دغه ناسته کې ګډون کوي، له شک پرته چې له یو ممکنه پلان سره تللی او تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان اوسنی وضعیت دی چې د ناستې له کډون کوونکو سره به یې شریک کړي او له هغوی د مرستو د همغږۍ غوښتنه وشي."
ښاغلی عبدالله دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تر دې مخکې افغان حکومت د سولې لپاره د خپل اووه ماده ییز پلان په اړه رسنیو سره جزیات شریک کړي دي.
په دې پلان کې افغان حکومت طالبانو سره د سولې لپاره د یو میاشتني اوربند وړاندیز هم کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkknzw23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته