دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۲
د مطلب کود : 194553
په بامیانو کې د بایسکل ځغلونې د سیالیو دوه یم پړاو تر سره شو
په بامیانو کې د بایسکل ځغلونې( کراس-کانتري یا د افغانستان کوهستانات) د سیالیو دوه یم پړاوتر سره شو.

په دې سیالیو کې د کابل او بامیان ۲۷ ورزش کارانو د اته نجونو په ګډون برخه اخیستې وه او ۱۴ کیلومتره واټن یې وهلی دی.
د دغو سیالیو موخه د بایسکل ځغلونې د فرهنګ دودول او د بامیان ولایت د ورزشي برخو پېژندنه ده.
ویل کیږي، چې د دغو سیالیو په پای کې جمع خان اتلولۍ ته ولاړ، نصیر او حسن علی یو د بل پسې دوه یم او درېیم مقامونه خپل کړل.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp0qs12bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته