دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۱۳
د مطلب کود : 194557
په تخار کې ماین چاودنې ۹ ماشومان له خواږه ژونده بې برخې کړل
امنیتي چارواکو ویلي، چې د شنبې پر ورځ( د لوم ۱۱) له غرمې مخکې نهه بجې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۹ ماشومان له خواږه ژونده بې برخې او یو بل ټپي شوی دی.

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ویلي، چې یاده پېښه د دې ولسوالۍ د طاهریانو په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه ماشومان د ښوونځي پر لوري روان ول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې ولسوالۍ د طاهریانو کلی د طالبانو تر واک لاندې سیمه ده.
ښاغلي اسیر زیاته کړې؛ له دغو زیانمنو ماشومانو څخه څلور یې د طالبانو د کورنیو دي.
تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو تل د افغانستان په روان تاوتریخوالي کې د ملکي وګړیو پر ځاني زیانونو اندېښنه په ډاګه کړې او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې په روانه جګړه کې له ملکي تلفاتو ډډه وکړي.  
دغه راز د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن سهار د تخار- بدخشان پر لویه لار په کلفګان ولسوالۍ کې هم  یو مسافر وړونکی موتر له سړکه اوښتی، چې په کې ۳ کسان مړه او له ۳۰ ډېر ټپیان دي.
همدارنګه په بغلان ولایت کې دوه بېلابېلو چاودنو ۱۵ کسانو د ۳ امنیتي ځواکونو په ګډون ټپي شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnt9quak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته