کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نی: د افغان خبریالانو ضد تاوتریخوالی قضیې نه څیړل کیږي

صدای امریکا , 11 عقرب 1398 ساعت 21:02

په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا "نی" وایي په دوو تیرو لسیزو کې په افغانستان کې ١١٥ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.



خو دغه بنسټ وایي چې پدغه موده ړې د افغانستان عدلي او قضایي بنسټونو ددغو پیښو څخه یواځې د شپږو پیښو په هکله غور کړی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت افغانستان د خبریالانو لپاره یو خطرناک هیواد بللی او ویلي یې دي، چې په دې هیواد کې له خبریالانو سره د جنایاتو اکثره عاملین تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې نه دي نیول شوي.
خو د افغانستان لویه څارنوالي وايي، چې دوی ته په تیرو پنځو کلونو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۰ قضیې سپارل شوي، چې ټولې یې څیړل شوي او یا تر څیړنو لاندې دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ ته وویل: "په مجموعي ډول ۶۰ قضیو ته رسیدګي شوې ده، په دې کې هغه قضیې هم شته چې د ملي یووالي حکومت په دوره کې د خبریالانو د ملاتړ ادارو، امنیتي او کشفي بنسټو له خوا د څیړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي او هم یو شمیر هغه قضیې هم په کې شته چې د ملي یووالي حکومت څخه وړاندې څارنوالۍ ته راغلې وې".
ښاغلي رسولي زیاته کړه، چې لویې څارنوالۍ له خبریالانو سره د تاوتریخوالي هغه قضیې څیړلي دي، چې جنايي اړخونه یې درلودل او پاتې قضیې د امنیتي ارګانونو له خوا څیړل کېږي.
په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د عاملینو په وړاندې د حکومت دا اقدامات کافي نه ګڼي او وايي، چې حکومت باید د خبریالانو د وژنې او له هغوی سره د تاوتریخوالي د عاملینو قضيې په جدي ډول وڅیړي.
د دغې ادارې یو مسول صدیق‌الله توحیدي امریکا غږ ته وویل: "باید ټولې قضیې په جدي ډول څیړل شوې وی، هغو کسانو چې تاوتریخوالی کړی و، یا په یو ډول د خبریالانو په وژنو کې یې لاس درلود دوی ټول باید نیول شوي وی او ورته سزا ورکړل شوې وی، چې په خواشینۍ سره داسې نه دي شوي".
د امریکا سفارت، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې رسنۍ په ځانګړي ډول په افغانستان کې آزادۍ نه دي او "اکثره خبریالان چوپ کړای شوي دي".
په افغانستان کې د امریکا او انګلستان سفارتونو او د ناټو ملکي استازولی، په جلا جلا پيغامونو کې له افغان خبریالانو څخه د ملاتړ په څرګندولو، په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.
په کابل کې د برتانیې سفیرې الیسون بلیک د دغې ورځې په مناسبت په یو ویډیويي پيغام کې وویل: "لا هم زیات کار ته اړتیا ده تر څو هغه کورنۍ چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي عدالت ته ورسېږي او خلکو ته ډاډ ورکړل شي، چې له هغو کسانو سره حساب کېږي، چې پر رسنۍ په نښه کوي او خبریالان وژني".
د نومبر دویمه، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې لا هم افغانستان د رسنیو او خبریالانو د کار لپاره یو ګواښوونکی هیواد دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تازه شمیرو په اساس په روان عیسوي کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۵ قضیې ثبت شوي، چې په کې د قتل، ټپي کېدو، سپکاوي او په غیر قانوني توګه د بندي کېدو پېښې شاملې دي.
 


د مطلب کود: 194561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194561/نی-د-افغان-خبریالانو-ضد-تاوتریخوالی-قضیې-نه-څیړل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com